په چمن کي پاکستاني ځواکونو د پرلتوالو خېمې سوځولي او پر پرلتوالو یې ډزي کړي

د ډیورنډ کرښي هاغاړي چمن کي له تېرو شاوخوا اتو میاشتو راهیسي پرلت او لاریونونه دوام لري چي څو ځله پکښي د پرلتوالو او پاکستاني ځواکونو تر منځ شخړي هم رامنځ ته سوي او مرګ ژوبله یې اړولې.
پرلتوالو په دې وروستیو کي د دولتي ادارو د بندېدو تر څنګ د کوږک لار د باروړونکو موټرونو پر مخ تړلې او پرلت ته یې دوام ورکړی.
پرلتوال وایي، تېره شپه پاکستاني ځواکونو د پرلت پر خېمو چاپه وهلې، خېمې یې سوځولي او پر دوی یې ډزي کړي.
په هغه ویډیوګانو کي چي د پرلتوالو له خوا نن سهار خپرې سوي لیدل کیږي چي پاکستاني ځواکونه پر خلکو ډزې کوي خو تر اوسه د مرګ ژوبله په اړه معلومات نه دي ورکول سوي.
پرلتوال وایي، د دوی ډېری مشران نیول سوي، ګڼ شمېر کسان د پاکستاني ځواکونو په ډزو ټپیان سوي او پاکستاني ځواکونه هڅه کوي چې پرلتوال وپاشي او لاره خوشي سي.
په چمن کې دا مهال مخابراتي او انترنیټي خدمات بند هم بند سوي.
پرلت کوونکو له تېرو شاوخوا اتو میاشتو راهیسي د سپین بولدک ـ چمن پر لار د پاسپورټ لازمي کېدو پر پرېکړه اعتراضونه پیل کړي، خو د پاکستان حکومت وايي، دا پرېکړه بېرته نه سي اخیستل کېدای.