په ډېره اسماعيل خان کي ځانمرګي ۳۱ پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اړولې

راپورونه وايي، ‏په ډېره اسماعيل خان کي د پاکستاني پوځ پر موټریز کاروان د وسله‌ وال برید او ځانمرګي بريد په پایله کي څلور پاکستاني ځواکونه وژل سوي او ٢٧ نور ټپيان سوي دي.

‏د چارواکو په وینا، پوځي کاروان د ټانک څخه د ډيره اسماعيل خان پر لور روان وو چي تر وسله‌ وال برید لاندي راغلی او وروسته یو بریدګر ځان ته چاودنه ورکړه.

دغه برید په داسي حال کي پر پاکساني ځواکونو کيږي چي تیره ورځ هم بلوڅ بېلتون پالو د بلوچستان په ګوادر سيمه کي په يوه بريد کي تر ۲۵ پوري د پاکستان استخباراتي مامورین وژلي وو.
د ننني بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی خو په دې وروستیو کي پر پاکساني ځواکونو د بلوڅ بېلتون پالو او ټي ټي پي له خوا بريدونه زيات سوي.