په ښوراوک ولسوالۍ کي يو ځوان پاکستاني ملېشو ويشتلی او وژلی دئ

د کندهار څخه محلي سرچینې د چهار شنبې په څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي تېره شپه د کندهار د ښوراوک ولسوالۍ په سکاڼ کاڼه سيمه کي د غوث الله په نوم ځوان پاکستاني مېلشو ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينه زياتوي چي غوث الله غوښتل د ډیورنډ کرښي ها غاړي ته د خور د واده مراسمو د خپل مور سره ولاړ سي، چي په دغه سيمه کي د پاکستان ملېشو په نښه کړی او وژلی دئ.
د سرچينې په حواله چي نوموړی اصلي د تخته پُل ولسوالۍ و؛ اوس په سپین بولدک ولسوالۍ کي اوسېدی او د کاکړانو په منډۍ کي ئې دوکان کوی.
بايد وويل سي چي په کندهار کي ط..البانو د غوث الله د وژني په اړه تر اوسه پوري په رسمي ډول باندي څه نه دي ويلي.