په کابل او ګڼ شمېر ولایتونو کي حالت نظامي سوی دی.

څراغ تلوېزیون ته سرچینو خبر ورکړی چي په افغانستان کي د انټرنټ د بندېدلو سربېره نن په کابل او څو ولایتونو کي اوضاع نظامي شکل اخستی دی.
د سرچينو په خبره چي نن د کابل ښار عادي ګڼه ګوڼه کمه خو دولتي او نظامي موټران ډیر ليدل کېږي.

سرچينو زیاته کړې چي بعضو نظامي مرکزو ته څيرمه سيمي د عامو خلګو پر مخ تړل سوي او خلګ نژدې نه ورپرېښودل کېږي.