له پېښو سره د مبارزې اداره وايي، د پلازمېني کابل په پغمان ولسوالۍ کي د حیدر خان سیمي د اور لګېدني له امله دوه کسان وژل سوي، ۱۶ کسان سخت ژوبل سوي او ۸۱ تنه نور سطحي ژوبل سوي دي.
یادي ادارې په یوه بیان کي ویلي چي، د دغه اورلګېدني له امله یو شمېر شرکتونو او کسبکارانو ته ۱،۲ ملیونه امریکايي ډالره مالي زیان هم اوښتی دی.
په خبرپاڼه کي همدارنګه ویل سوي چي، دا شمېرې لومړنۍ دي او ښايي نوري هم لوړي سي.
پرون ماښام د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په حیدر خان کلا سیمه کي د ګازو په یوه شرکت کي اورلګېدنه رامنځ ته سوه؛ خو لامل یې تر اوسه نه دی په ډاګه سوی.
بل خوا ځینو سرچینو په دې پېښه کي د وژل سویو کسانو شمېر شپږ تنه ښوولی او ژوبل یې تر سل زیات یاد کړي دي.