په کابل کي د سوک وهني ټاکنیزي سیالۍ پیل سوې

په کابل کي د سوک وهني ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار څلورو زونونو او درېیو ولسواليو د ۲۲۰ ورزش کارانو ترمنځ د سوک وهني ټاکنیزي سیالۍ پیل سوې چي شپږ ورځي به دوام وکړي.

مسوولین وایي، په دغو سیالیو کي د کابل ښار پر زونونو سربېره د بګراميو، کوهدامن او پغمان ولسوالیو ۲۲۰ ورزش کارانو ګډون کړی دی چي له ۴۸ تر ۹۲+ کیلو ګرامه (۱۳) وزني کټګوریو کې به د یو بل پر وړاندي ولوبیږي.

د مسوولینو په وینا، په پای کي به ۲۶ تنه غوره ورزشکاران د کابل د سوک وهني ټاکنیزي لوبډلي ته وټاکل سي.