په کابل کي د معلولینو تر منځ د ویلچر باسکټبال سیالۍ پيل سوې

په کابل کي د سره صلیب او نوه املوس مؤسسې په مالي ملاتړ د کابل په پارا المپیک ورزشي جمنازیوم کې د اتو ولایتونو ترمنځ د ویلچر باسکټبال سیالۍ پیل سوې چي پینځه ورځي به دوام وکړي.
مسوولین وایي، په دغو سیالیو کي د کابل، خوست، بامیان، لغمان، کندهار، میمنه، غور او میدان وردګ لوبډلو ګډون کړی دی چي په لومړۍ لوبه کي میمنې لوبډلي میدان وردګ لوبډلي ته د ۲۱/۲۵ نمرو په توپیر ماته ورکړه.
په هیواد کي د ویلچر باسکټبال سیالۍ تر پخوا کمي سوي او معلولین غوښتنه کوي چي دوی ته باید د سیالیو زمینه برابره سي تر څو په دې برخه کي وځلیږي او د ورزش تنده یې ماته سي.