په کابل کي د ځینو بهرنیو لوبغاړو په ګډون د فوټبال لیګ دریم پړاو پیل سو

د فوټبال فدراسیون وايي، په شنبه یې په کابل کي د فوټبال اتلانو لیګ دریم پړاو سیالۍ پیل کړي دي.
د دې سیالیو د پيل په مراسمو کي د فوټبال فدراسیون ریس محمد یوسف کارګر وویل، په لومړي ځل د فوټبال ځیني بهرني لوبغاړي افغانستان ته راغلي او په یاد لیګ کي به سیالۍ وکړي.
د هغه په خبره، سږ کال به ۱۲ بهرني لوبغاړي چي د افریقا، ایران او پاکستان دي په بېلابېلو لوبډلو کي ولوبېږي.
د فوټبال اتلانو لیګ په دغه پړاو کي ۱۲ کلبونه برخه لري چي هره لوبډله به ۱۱ سیالۍ تر سره کړي.
د دې لیګ په لومړۍ سیالۍ کي ابومسلم کلب ۲ـ۰ د فاریاب یوشلر لوبډلي ته ماته ورکړه.