په کابل کي د چین سفیر: هڅه کوو چي د عینک مسو پروژې د کار پر مهال لرغونو اثارو ته زیان ونه‌ رسیږي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست په کابل کي د چین له سفیر ژاو شینګ سره کتلي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي لیکلي چي ښاغلي شینګ د دغه وزارت له سرپرست سره په لیدنه کي د عینک مسو پر پروژه، اقتصادي او نورو بېلابېلو موضوعاتو بحث کړی.
د وزارت خبرپاڼه وایي، سرپرست وزير په دغه کتنه کي ویلي، چي چين د تاریخ په اوږدو کي د افغانستان ښه ګاونډی پاته سوی، تل یې د افغانستان ملي حاکمیت او مځکنۍ بشپړتیا ته درناوی کړی او له افغانستان سره د ښو اړیکو جوړولو په لټه کي دی.
د خبرپاڼي له مخي د افغانستان لپاره د چین سفیر له افغانستان سره په مختلفو برخو په ځانګړي ډول کلتوري او اقتصادي برخو کي د بیجینګ د همکارۍ ډاد ورکړی دی.
هغه زیاته کړې، هڅه کوي د مس عینک پروژه داسي تطبیق کړي، چي کلتوري آثار پکښي زیانمن نه سي او په دې برخه کي يې د اطلاعاتو او کلتور له وزارت څخه د همکارۍ غوښتنه کړې.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست بیا ویلي، چي د کلتوري آثارو ساتنه د ټولو ګډ مسولیت دی او دغه چاره د اطلاعاتو او کلتور وزارت په کاري لومړیتوبونو کي ځای لري.