د طالبانو تر واک لاندي د پوهني وزارت په مرکز کابل او لايتونو کي د ښوونځیو د زده کوونکو لپاره نوی لباس ټاکلی او پر زده کوونکو ئې ټېنګار کړی، ښوونځيو ته د راتګ پر مهال بايد د طالبانو لخوا ټاکل سوی لباس وغوندي.
طالبانو د لسم ټولګۍ څخه بیا تر دولسم ټولګۍ پوري پر زده کوونکو باندي سپيني جامي او لنګوټه پر سر کول جبري کړي او له لسم ټولګۍ څخه پر کښته زده کوونکو باندي ئې اسماني رنګه جامي او خولۍ پر سره کول لازمي کړي او پر زده کوونکو ئې ټېنګار کړی چي باید عملي ئې کړي.
په مرکز کابل کي د يوشمېر ښوونځيو زده کوونکي وايي؛ چي د طالبانو له د ټاکل سوي لباس څخه پرته ښوونځيو ته د داخليدو اجازه نه ورکول کيږي، دوی وائې چي اوس د افغانستان د خلګو اقتصادي حالت په کتلو سره يو شمېر زده کوونکي دومره مالي توان نه لري، چي د ځان لپاره دي نوي سپيني جامي او لنګوټه واخلي