په کابل کي د ۷۲۰۰ کورنيو سره د نغدي او خوراکي مرستو د ويش لړۍ پيل سوه.

په دي مرستو کي ۱۰۵ ميليونه او ۱۲۰ زره افغاني او خوراکي توکي شامل دي چي پر هغو کورنيو به تقسيميږي کوم چي د پاکستان او ايران څخه په جبري ډول ويستل سوي وي او يا هم په ژمي کي د طبعي پيښو او طوفانونو له امله زيانمن سوي وي .

يادي مرستي د کابل ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست او د کډوالۍ نړۍ وال سازمان په همکارۍ ترسره کيږي د کابل ولایت پېښو سره د مبارزې رییس له مرستندویه سازمانونو وغوښتل چې زیانمنونکي خلک په دې شرایطو کې یوازې پرېنږدي او خپلو بشري مرستو ته دې دوام ورکړي.