په کابل کي ط..البانو په کورونو کي دښځو د فيشن پر ځايونو باندي بنديز لګولی

د کابل څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون د پنج شنبې په ورځ ويلي، چي د ط..البانو د امربالمعروف ادارې د کابل ښار په يولسمه ناحيه کي د يادي ناحيې سميه يیزو وکيلانو ته ويلي، چي په خپل سيمه کي هغه کورونه يادي ادارې ته په نښه کړي، چي د ښځو د فيشن مرکزونه ( اريشګاوي) دي.
سرچينه زياتوي چي ط..البانو د ناحيې د وکيلانو غوښتي چي د يادو مرکزونو راپورونه دي د ط..البانو د امربالمعروف ادارې ته ورکړي، ترڅو د يادي ادارې له خوا ئې مرکزونه وتړل سي.
محلي سرچينو څراغ تلويزيون ته تایید کړې، چي ط..البانو د ناحيې وکیلانو ته ګواښ کړی که په دې برخه کي همکاري ونه کړي، نو سزا به ورکړل سي او بيا د شکایت حق هم نه لري.
سرچینو ویلي، د ط..البانو د امرب.المعروف کارکوونکو ټینګار کړی چي د ښځو دفیشن ځايونه (اريشګاوي) د ط..البانو د امر ب.المعروف وزارت په امر منع دي او باید ژر تر ژره وتړل سي.