د کابل څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د سې شنبې په ماخستن نامعلومو وسلوالو د کابل په کارته نو سيمه کي د تېرجمهوري نظام يو پخوانی د پوليسو افسر ويشتلی او وژلی دئ. د سرچينې په وينا چي دغه پخوانی د پوليسو افسر عابدالله نومېدی او اصلي د پنجشېر ولایت اوسېدونکی وو.
سرچينه د عابدالله د دوستانو د خولې په حواله وايي، چي هغه د جمهوري نظام تر سقوط وروسته په کابل کي عادي ژوند کوی او دهېچا سره ئې شخصي دوښمني نه درلودل.
بايد وويل سي، چي ط..البانو تراوسه پوري د دغه پخواني افسر د وژل کېدو اړوند په رسمي ډول باندي څه نه دي ويلي