د کابل څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي په ۱۷مه امنيتي حوزه کي نامعلومو وسله والو يو ځوان ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په خبره چي دغه وژل سوی ځوان ساحل قيومي نومېږي، چي اصلي د پنجشېر ولايت اوسېدونکی و او اوس ئې په کابل کي نانوايي کول.
بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي په افغانستان کي مرموزي وژني زياتي سوي او ط..البان ئې په کنټرول کي پاته راغلي.