په کابل کي یو شمېر معلولینو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي هغه میاشتني امتیازات چي ورته ورکول کېږي

په کابل کي یو شمېر معلولینو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي هغه میاشتني امتیازات چي ورته ورکول کېږي، د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو له پاره ئې بسنه نه کوي او ورځ تر بلي له اقتصادي ستونزو سره مخ کېږي.
ځیني معلولین شکایت کوي، چي د کار توان نه لري او له همدې امله پر همدې محدودو مرستو تکيه کوي، خو دا مرستي د خوراک، کرایې او نورو ضروري لګښتونو د پوره کولو له پاره بسنه نه‌کوي.
د دوی په وینا، کله ناکله اړ کېږي، چي پور واخلي، چي وروسته بيا د هغه پور د ادا کولو توان هم نه لري.

هغوی وايي دولت ورسره د مياشتني امتياز د ډېرېدو ژمني کړي؛ خو تر اوسه پوري پوره سوي نه دي.
دغه معلولين د ط..البانو د نظام څخه د لا زياتي مرستي او لاسنیوي غوښتنه کوي.
په ورته وخت کي د ط..البانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وایي، چي په تېر لمریز کال له دولتي بوديجې څخه معلولینو، یتیمانو او کونډو ته ۱۲ میلیارده او ۶۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړي سوي وې او دغه راز ۱۰ میلیونه ډالر د بهرنیو سازمانونو له خوا ورسره مرسته سوې وه.

اړوند چارواکي وایي چي د بودیجې له لاري هر کال د معلولینو، یتیمانو او کونډو له پاره ځانګړي پیسې ورکول کېږي او مرستي د معلولیت د کچي له مخي تنظیمیږي.
سره له دې، منتقدین باور لري چي د مرستو او رسمي شمېرو تر څنګ، د ډېرو معلولینو واقعي وضعیت لا هم د سختو اقتصادي فشارونو تر اغېز لاندي دئ او عملي ملاتړ ته جدي اړتیا لري.