په کابل کښي د ملګرو ملتونو د ادارو ښځينه کارکوونکي ګواښل سوي

په کابل کښي د ملګرو ملتونو په اداراتو کښي يو شمېر افغان ښځينه کارکوونکي د نامعلومه کسانو له خوا ګواښل سوي او مجبوره سوي دي، چي د کور څخه کار وکړي.
د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) هم منلې ده، چي د دوی ښځینه کارکوونکي ګواښل سوي دي. سرچینو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د ط..البانو سره تړاو لرونکو کسانو یو شمېر ښځینه کارکوونکي څارلي او د وژلو ګواښونه ئې ورته کړي دي.
بلخوا بيا د ط..البانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چي دا ګواښونه جرم دي او دوی به ئې په اړه اقدام وکړي.
خو د ګواښ کوونکو دقیق هویت او د دوی د ګواښونو مشخص دلایل لا روښانه نه دي.