په کاپيسا کي د يوه وژل سوي کس جسد د سيند په اوبو کي موندل سوی

د کاپيسا څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د سې شنبې په ورځ ئې د دغه ولايت د‌ مرکز شوخي سيند په اوبو کي د يوه وژل سوي کس جسد‌ موندل سوی.
د‌ سرچينې د معلوماتو له مخي دغه وژل سوی کس ۵۵ کاله عمر لري او محمد اصغر نومېږي.
سرچينه زياتوي چي وژل سوی محمد اصغر اصلي د پروان ولايت د بگرام ولسوالۍ د قلعه ژالې د کلي اصلي اوسېدونکی وو.
ط..البانو هم د یاد کس د وژل کېدو خبر تائيد کړی، خو د نورو جزئياتو د ورکولو څخه ئې ډډه کړې.
بايد وويل سي، چي د دغه کس د وژلو اصلي لامل تر اوسه پوري څرګند نه دئ.