د کاپيسا څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت د مرکز د پنځمي امنيتي حوزې د ولي خېلو په کلي کي د سې شنبې په ورځ تر غرمي مخکي د فريدون په نوم يو شل کلن ځوان پر ونه باندي ځان ځړولی او وژل سوی دئ.
د سرچينې د معلوماتو د مخي دغه ځوان د خپل پلار سره د مالي حسابونو پر سر تر جنجال وروسته ځان وژنه کړې ده.
د دغه کس د وژني پېښه د ياد ولايت د ط..البانو امنيتي ادارو هم منلې ده.
بايد وويل سي، چي په تېرو دوو ورځو کي دا پنځم کس دئ، چي د اقتصادي او يا دې ته ورته نورو ستونزو له امله ځان وژنه کوي.