په کندز ولایت کي سرچينې وايي په دغه ولايت کي یوه سړي د چاقو په وسیله له خپلو دوو کوچنیانو سرونه پرې کړي دي.

سرچينو زياته کړې، چي دغه سړي خپل يو کوچنی او مېرمن هم ټپيان کړي دي.

د سرچينو د معلوماتو له مخي، دغه پېښه يکشنبه د چهاردرې ولسوالۍ په ګل باغ کلي کي رامنځته سوې ده.

دا په داسي حال کي ده، چي په تيرو دریو کلونو کي په هيواد کي کورنی تاوتریخوالی زیات سوی دی.