د کندز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کي د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره ليگ سيالۍ، چي درې مياشتي مخکي پيل سوي وې، د آسيا گروپ لوبډلي په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
مسوولین وایي، د يادو سياليو په پايلوبه کي آسيا گروپ لوبډلي خپلي سيالي صبح صادق لوبډلي ته د ۲ پر صفر گولونو په توپير ماته ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.