په کندز کي د واليبال سيالۍ د پولي بسام گروپ په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزني او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه ذال ولسوالۍ کي د شپږو لوبډلو ترمنځ ورزش ته د ودې ورکولو او پرمختگ په موخه د واليبال سيالۍ د پولي بسام گروپ په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

مسوولین وایي، د يادو سياليو په پايلوبه کي پولي بسام گروپ لوبډلي خپلي سيالي ارساری لوبډلي ته د ۲۲ پر ۱۳ امتيازونو په توپير ماته ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *