پر رسنيو باندي د ط…البانو له خوا د سانسور په دوام؛ په کندز کي هم د تصويري رسنيو له خوا د ژونديو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بنديز لګېدلی دئ.
د افغانستان د خبريالانو مرکز د چهارشنبې په ورځ د خبرپاڼي په خپرولو سره ويلي دي، چي ط…البانو په کندز کي ټولو تصويري رسنيو ته امر کړی، چي د ژونديو موجوداتو انځورنه به نه خپروئ، ط…البانو د ياد ولايت د رسنيو چلوونکو ته سپارښتنه کړې، چي که تر دې وروسته په رسنيو کي د ژونديو موجوداتو انځورونه نشر کي د ط…البانو د ادارې له خوا به مجازات کړل سي.
د افغانستان د خبريالانو مرکز د ط…البانو له خوا په رسنيو باندي د ورته بنديزونه لګول د بيان آزادۍ او د رسنيو د خپلواکۍ سره په ټکر کي بولي او له ط…البانو غوښتنه کوي، چي د رسنيو د سانسور کولو څخه دي لاس واخلي، ترڅو رسنۍ په بې طرفه ډول په افغاني ټولنه کي فعاليت وکړي.
د يادوني وړده، چي کندز د هېواد په کچه ۱۴ ولايت دئ، چي د ط…البانو له خوا په تصويري رسنيو کي د ژوندي موجوداتو د انځورونو پر نشرولو ئې بنديز لګېږي.