د ط..البانو تر واک لاندي د باختر آژانس څخه په خپاره سوي راپور کښي ويل سوي دي، چي د لوی اختر په شپو او ورځو کښي په کندز ولايت کښي د بېلابېلو ترافيکي پېښو له امله ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندز ولایت د ط..البانو د امنیې قوماندانۍ ویاند جمعه الدین خاکساروايي، چي په یاد ولایت کښي د ترافیکي پېښو له امله ۲ تنه وژل سوي او ۲۰ تنه نورټپیان سوي دي، چي د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي دي.