په کندهار او خوست کي لسګونه کیلوګرامه نشه يي توکي نیول سوي

چارواکي وايي، د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ په مربوطاتو کي امنیتي کسانو ۱۲،۵ کیلو ګرامه ښيښه، ۲ کیلو ګرامه هیروین او ١١٢٠ دانې ټابلیټ کا ګولۍ نیولي دي.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند اسدالله جمشید وایي، د يادو نشه يي توکو په تړاو یو تن نیول سوی او دا مهال تر پوښتنو لاندي دی.
بل خوا د خوست امنيتي مسوولين په دغه ولايت کي د ۵۸ کيلو ګرامه چرسو د نيولو خبر ورکوي.
د دغه ولايت امنيې قوماندانۍ په یوه خپره سوې خبرپاڼه کي ویلي، چي دغه چرس د موسی خېلو په ولسوالۍ کي د امنيتي کسانو لاسته ورغلي.
خبرپاڼه لیکي چي دغه چرس د يو لړ عملياتو پر مهال په يوه کور کي ترلاسه سوي او په تړاو يې دوه تورن کسان هم نيول سوي دي.