په کندهار او روزګان کي اورښتونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي

چارواکي وايي، په کندهار کي د تیري شپې اورښتونو په سپين بولدک ولسوالۍ کي پنځه خوني نړولي او یو شمېر شمسي هينداري یې هم ماتي کړي دي.
د امنیې قوماندانۍ ویاند وایي، په دوو نورو پیښو کي بيا د کوچيانو پسونه هم تلف سوي خو تر اوسه د زیانونو دقیق معلومات نسته.
بل خوا مسوولین وایي، په روزګان کي وروستيو اورښتونو خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
د دغه ولايت د طبعي پیښو پر وړاندي د مبارزې رياست وايي، له تیري ورځي راهیسي د ياد ولايت په مرکز ترينکوټ او ولسواليو کي د شديدو اورښتونو له امله درې کسان مړه، تر ٣٠٠ پوري کورونه نړېدلي او سلګونه جريبه کرنيزه مځکه تخريب سوې ده.
د سيمي اوسېدونکي وايي، مړه سوي درې تنه د سېلابونو اوبو وړي او جسدونه یې تر اوسه نه دي تر لاسه سوي.
د افغانستان په ځینو ولایتونو کي د سختو اورښتونو اټکل سوی او دا اورښتونه د تیري شپې راهیسي پيل سوي، مسوولینو له خلکو غوښتي چي د سېلابونو پر وړاندي چمتووالی ونیسي.