د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت وايي، د کندهار او نیمروز ولایتونو محتسبینو په یاد ولایتونو کي د بېلابېلو جرمونو په تور ۲۳ کسان نیولي دي.
دغه وزارت نن (چهارشنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، دا کسان یې د اخلاقي فساد او قمار کولو په تورونو نیولي او د نورو اجراآتو له پاره ئې اړوندو ارګانونو ته سپارلي دي.