د ملګرو ملتونو د خوړو او کرني سازمان، د کډوالۍ نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام په کندهار او هلمند ولایتونو کي د کوکنارو د بدیل کښت پروژې پیلوي.
په دې اړه د ملګرو ملتونو د بیلابیلو سازمانونو او کندهار والي ملا شیرین اخند تر منځ ناسته سوې او پر اړوند موضوع خبري سوي دي.
د کندهار ولایت مقام ویلي، چي د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرني سازمان، د کډوالۍ نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام په کندهار او هلمند ولایتونو کي د کوکنارو د بدیل کښت پروژې پیلوي او له دې لاري له کروندګرو او بڼوالو سره مرستي کوي.
د کندهار ولایت د رسنیو مرکز په یوه خپره سوې خبرپاڼه کي ویلي، چي د کندهار والي د دغه پروژې د پیل لپاره د ملګرو ملتونو له چارواکو سره غونډه کړي او هغوی ته یې په دې برخه کي د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
په خبرپاڼه کي راغلي د کوکنارو د بدیل کښت دغه پروژه به د ۲۰۲۵ کال پر مهال پلي سي. ملکرو ملتونو تر اوسه پوري له خپلو رسمي ادرسونو څخه په دې اړه څه نه دي ویلي.