په کندهار ښار کي د ښاروالۍ په همکارۍ ۲۸۰ غرفې د سبزیجاتو او مېوه پلورونکو لپاره کښېښودل سوې.

په کندهار ښار کي د یو این هبیتات موسسې په مالي لګښت او ښاروالۍ په همکارۍ ۲۸۰ غرفې د سبزیجاتو او مېوه پلورونکو لپاره کښېښودل سوې.

کندهار ښاروالي دغه غرفې د ښار د نظم او ښکلا لپاره مهمي بولي خو هغه کسان چي مخکي یې پر دغه ځای لاسي ریړۍ درولې شکایت کوي چي غرفې کوچنۍ دي او دوی نه سي کولای سبزیجات یا مېوه پکښي خرڅ کړي.