په کندهار کي ترافیکي پېښه؛ موټر چلوونکي یو کوچنی تر پيښي وروسته په یوه کرونده کي غورځولی

مسوولین وایي، یو کوچنی چي تېره ورځ مازیګر د کندهار ښار او سپین بولدک پر سړک د ارغستان له پله سره یوه موټر وهلی وو جسد یې پیدا سوی.
تر دغه ترافیکي پيښي وروسته موټر چلوونکي یاد کوچنی په دې نیت موټر ته پورته کړی چي روغتون ته یې وړي خو وروسته یې په لاره کي په یوه کرونده کي غورځولی وو او کوچني د ټپونو له امله ساه ورکړې.
د کوچني خپلوان وایي، که چیري هغه روغتون ته رسول سوی وای ژغورل کېدی ځکه ډېر شدید ټپي نه وو خو دا چي شپه ورباندي تېره سوې هغه ساه ورکړې.
دې ته ورته پيښي له دې مخکي هم سوي چي موټر چلوونکي تر ترافیکي پيښي وروسته تښتېدلي او ټپي سوي کسان یې پرې ایښي دي.