په کندهار کي خاوند او مېرمن د نامعلومو کسانو له خوا وژل سوي دي

چارواکي وایي، د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کي خاوند او مېرمن د نامعلومو کسانو له خوا وژل سوي دي.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید وايي، وژل سوی کس او مېرمن یې په ډزو ویشتل سوي او د پیښي په اړه نوري څېړني رواني دي تر څو اصلي لامل یې څرګند سي.
مخکي د سيمي اوسېدونکو خبر ورکړی وو چي وژل سوی کس او مېرمن یې تر وژني وروسته سوځول سوي دي.
چارواکي وایي، دې ته ورته پیښي اکثره وخت د کورني تاوتریخوالي او یا شخصي دښمنیو له امله رامنځ ته کیږي.