په کندهار کي درنې ږلۍ زیانونه رسولي دي

نن جمعه شاوخوا څلور بجې پر کندهار ښار او نږدې سېمو د څو دقیقو لپاره درنه ږلۍ واورېدل چي د انګورو د باغونو تر څنګ یې، غنمو او نورو کښتونو ته زیانونه رسولي.
سږ کال د اورښتونو په دوام وروسته له ډيرو کلونو دا لومړی ځل دی چي پر کندهار ښار او نږدې ولسوالیو درنه ږلۍ کیږي.
له دې څه موده وړاندي د کندهار ښار په میوند، پنجوایي، ژیړۍ او ځینو نورو ولسوالیو کي هم درنه ږلۍ سوې وه چي د زرګونو لمریزو هندارو د ماتېدو تر څنګ یې ډېر کښتونه له منځه وړي وه.
د ژلۍ له امله زیانمن سوي کروندګر او باغ لرونکي د همکاریو غوښتنه کوي.