د کندهار ولايت له پاره د ط..البانو د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست څخه د دوشنبې په ورځ په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي په دغه ولايت کي په روان کال کي پر ۹۸ زره او ۳۸۲ هکټاره ځمکه باندي د غنمو کښت کرل سوی دئ.
د خبرپاڼي په حواله چي په کندهار کي د غنمو په کښت کي د تېر کال په پرتله دوه زره هکټاره زیاتوالی راغلی دئ، چي د کندهار کروندګر ورته خوشبینه دي.
د دغه رياست له خوا په خپروه سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي په کندهار کي به د غنمو د دغه کښتونو څخه د ۳۶۸ زره او ۹۳۱ مټریک ټنه غنمو د ترلاسه کولو اټکل سوی دئ