په کندهار کي د دوه ځایه اورلګېدونو له امله څه باندي دوه میلیونه افغانۍ زیان اوښتی

چارواکي وایي، تېره ورځ چهار شنبه د کندهار ښار د دوهمي امنیتي حوزې اړوند د رنګرېزانو کوڅي په ساحه کي یو باب دوکان اور اخیستی وو چي د اطفایې مدیریت د پرسونل له لوري پر وخت مهار کړل سو.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید وایي، په دې اور لګېدنه کي د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوکان سامان سوځېدلی او د لس میلیونه افغانیو په ارزښت د نور سامان د سوځېدو مخنیوی سوی.
د هغه په وینا، بل خوا د کندهار ښار د پنځمي امنیتي حوزې اړوند د تېل فروشۍ په ساحه کي د تېلو په یوه پمپ کي اورلګېدنه رامنځ ته سوې چي له امله ۶۰ زره افغانۍ زیان اوښتی او د ۶ سوه زره افغانیو په ارزښت د پمپ وسایل او نورو توکو د سوځېدو مخنیوی سوی.
ده زیاته کړه، د دغه اورلګېدنو پر مهال چاته ځاني زیان نه دی اوښتی او لاملونه یې بې احتیاطي بلل کیږي.