په کندهار کي د دښتي ليلې د شهيدانو هديرې ته د تګ را تګ دروازه او معلوماتي ډبره جوړه سوه

د کندهار د اطلاعات او کلتور ریاست مسوولین وایي، د کندهار په اوله عینومېنه کي د د ښتي ليلې د شهيدانو هديرې دروازه او معلوماتي ډبره په اساسي ډول جوړه او ګټي اخيستني ته وسپارل سول.
د کندهار د اطلاعات او کلتور ریس مولوي انعام الله سمنګانی وایي، په ياده هديره کي زرګونه هغه کسان دفن سوي دي، چي په ١٣٧٦ لمريز کال کي د شر او فساد د محوي په منظور د اسلامي امارت په چوکاټ کي د شمال د فتحي او تصفيې لپاره مزار، جوزجان او نورو ولايتونو ته استول سوي وه.
د هغه په ونیا، دغه کسان د يو ستر غدر او خيانت له امله چي، د هغه وخت د شر او فساد د يو مخکښ جنرال عبدالمالک او نورو مشرانو له خوا لومړى د جوړجاړي او وروسته د دوکې په ترڅ کي لومړى اسيران او بيا په ډلييز ډول خورا په ظلم سره د جوزجان ولايت د دښتي ليلې په سيمه کي ووژل سوه.
ده زیاته کړه، د دغه کسانو جسدونه دوه کاله وروسته په ١٣٧٨ لمريز کال کي پر شمال باندي د اسلامي امارت تر بشپړ تسلط وروسته کندهار ته را انتقال سول او په دغه مقبره کي خاورو ته وسپارل سول.