په کندهار کي د دیوال نړیدو له امله يوې ماشومي ژوند له لاسه ورکړی

چارواکي وايي، د کندهار ولایت سپين بولدک ولسوالۍ د لسمي حوزې اړوند د جبهې مانده په سیمه کي پر یوې نجلۍ دیوال نړيدلی او مړه سوې ده.

د کندهار د امنيې قومندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشيد وايي، یاده نجلۍ درې کاله عمر لري او په سيمه کي د اورښتونو له امله د کاره لوېدلی ديوال ورباندي نړېدلی.

د نږدې تيرو اورښتونو پر مهال د کندهار په بيلابيلو سيمو کي يو شمیر نورو ماشومانو او لويانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.