په کندهار کي د شپږو موسسو له خوا د ۱۴۶ سیلاب ځپلو کورنیو سره مرسته وسول

د پيښو په وړاندي د چمتووالي ریاست وایي، په کندهار کي د دغه ریاست په همږغۍ د ۱۴۶ سیلاب ځپلو کورنیو سره د ۶ همکاره موسسو له خوا د چهار شنبې په ورځ د خوراکي او نورو توکو مرسته سوې.

دغه ریاست په یوه اعلامیه کي ویلي، چي په مرسته سوو توکو کي ۱۲ قلمه خوراکي او غیرخوراکي توکي شامل دي او دغه راز دغه کورنیو ته نقدي پيسې هم ورکول سوي.

هغه کورنۍ چي مرسته یې تر لاسه کړې خوښ دي او وایي، دا ځل په کافي اندازه مرسته ورسره سوې خو غوښتنه کوي چي اړ کسان بیا هم له یاده ونه ایستل سي.
دوی دغه راز وایي، د مرستې تر څنګ باید دولت د کار زمینه ورته برابره کړي ځکه مرستي لنډمهاله دي.