په کندهار کي د عسلو تولیدات ۴۰ سلنه زیات سوي

د کندهار د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، سږ کال په کندهار کي د عسلو تولیدات ۴۰ سلنه زیات سوي دي.

د یاد ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کي ويلي، دا مهال په کندهار ښار، دامان، ارغنداب، ژړۍ او پنجوايي ولسوالیو کي د عسلو د مچمچیو ۱۰۰ فارمونه موجود دي چي، له ۸۰ څخه تر ۱۰۰ زرو کیلو ګرامو پوري عسل به ځني ترلاسه سي.

په خبرپاڼه کي د دغو حاصلاتو د ډېرېدو لامل سږ کال په کندهار کي د ریحانو زیات کښت یاد سوی دی.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخي، تېر کال په کندهار کي د عسلو له مچمچیو څخه ۴۰ زره کیلو ګرامه عسل ترلاسه سوي وو او دوه زره کیلو ګرامه یې متحده عربي اماراتو ته صادر سوي وو.