په کندهار کي د غواګانو فارم لرونکي وايي، غواګاني یې د لمپي سکین په شمول په بېلابېلو ناروغیو اخته سوي دي، چي له امله یې دوی سخت اندېښمن دي

د دوی په وینا، خپلو غواوو ته چي تازه د ژړي په ناروغۍ اخته سوي، درمل اخیستي دي خو ګټه یې نه ده کړې.

دوی وایي، دا چي د کورنۍ عاید یوازینۍ سرچینې یې د ناروغۍ له امله له خطر سره مخ دي نو ډېره یې ورته اندېښنه ده.

د کندهار کرني او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له ‌مخي تېر کال په ‌دغه ولایت کي د لمپي سکین ناروغۍ له کبله ۱۶۰۰ غواګاني مړې سوي دي.

د غواوو فارم لرونکي وایي، تېر کال د فارم لرونکو غواوي ځکه ډېري مړې سوې، چي دوی یې د ناروغیو په وړاندي بې‌غوره وه، ان د یو شمېر فارم لرونکو کاروبارونه د سقوط له ګواښ سره مخ سول.

د دوی په وینا، که د غواګانو د ناروغیو پر وخت درملنه او مخنیوی ونه‌ سي، نو د ګڼ ‌شمېر مالدارانو د مالونو د مړه کېدو امکان سته، چي ورسره به دوی بې‌ کاره سي.