په کندهار کي د لاسي بم چاودني له امله څلور تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کندهار امنتي مسوولين وايي، د کندهار ښار د لسمي حوزې اړوند د کابل اډې پر سړک د يو لاسي بم د چاودني له امله یو ملکي کس وژل سوی او درې تنه نور ټپيان سوي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشيد وايي، دغه پېښه نن سهار شاوخوا اته نيمي بجې د کابل اډې پر سړک سوې ده.
د هغه په وينا، امنیتي ځواکونه د پيښي د رامنځته کېدو سره سم د پيښي ځای ته رسيدلي او د يادي پيښي په اړه یې پلټني پیل کړي تر څو د پيښي عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

د دغه چاودنې مسوولیت تر اوسه کوم چا پر غاړه نه دی اخيستی.