په کندهار کي د لسو تنو اولادونو مور ټوله کورنۍ د بادامو په ماتولو سره ساتي…

په کندهار کي د لسو تنو اولادونو مور ټوله کورنۍ د بادامو په ماتولو سره ساتي خو وایي، له دې لاري پيسې پيدا کول یې یوازي د اوړو بسنه هم نه کوي.

دا وایي، خاوند ئې عصبي ستونزه لري، کار روزګار هم نسي کولای تر څو د خپلي کورنۍ لپاره نفقه برابره کړي نو دا مجبوره ده چي کار وکړي. د یادي میرمني ستونزمن ژوند کیسه درخانۍ حیا په راپور کي راکوي.