په کندهار کي د ماین چاودني له امله میرمن او خاوند وژل سوي

سرچینې وایي، د کندهار د تخته پل ولسوالۍ اړوند د تور کوتل د سپین پهلوان له کور سره یوه ښځه او خاوند د ماین په چاودنه کي وژل سوي.
د سرچینو د معلوماتو له مخي دغه دوو تنو په خپل کور کي یوه ناچاوده سرګلوله ټکول چي چاودنه یې ورباندي کړې او دواړه وژل سوي.
د کندهار په ډېری سیمو کي پخواني ماینونه او ناچاوده توکي ځیني وخت پر خلکو چاودني کوي چي اکثره وخت یې قربانیان کوچنیان وي.
مسوولین وایي، خلک باید له ناچاوده توکو سره احتیاط وکړي، د دغه توکو پر مهال امنیتي مسوولینو ته خبر وکړي او هغه بل ځای ته انتقال نه کړي تر څو له چاودني وژغورل سي.