په کندهار کي د مسجد ملا امام نامعلومو کسانو وژلی دئ

د کندهار د خاکريز ولسوالۍ په چهارسنګ سيمه کي د محيب الله په نوم د مسجد يو ملا امام نامعلوم کسانو له خوا وژل سوی دئ. دغه ملا امام د توپنچې په وسيله ويشتل سوی او بريدګر د سيمي څخه تښتيدلی دئ. د دغه پېښي اصلي لامل تراوسه پوري معلوم نه دئ.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *