په کندهار کي د نجونو او هلکانو یو ښوونځی جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل سو

د کندهار ښار د نهمي ناحيې اړوند د میانکو په سیمه کي د میانکو په نوم د ابتدایه زده کړو ښوونځی جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل سو.
د چهار شنبې په ورځ د دغه ښوونځي د پرانیستني پر مهال د کندهار د اقتصاد رییس مولوي عبدالسلام بریالي وویل، دا ښوونځی د ۳ سوه ۱۷ زره امریکایي ډالرو په لګښت د کډوالو نړیوال سازمان«UNHCR» او ښځي د افغان ښځو لپاره موسسي«WAW» په تخنیکي همکارۍ جوړ او ګټې اخیستني ته وسپارل سو.
د هغه په وینا، دا ښوونځی شپاړس درسي ټولګي لري، سهار او مازدیګر وختونو کي ۱۱۰۰ نجوني او هلکان کولای سي زده کړي پکښي وکړي.
هغه زیاته کړه، دا ښوونځی د نهو میاشتو په جریان کي جوړ سوی چي د نورو اسانتیاوو تر څنګ پکښي د سولر برېښنا پر مختللی سیسټم هم جوړ سوی.
د سیمي اوسېدونکي هم وایي، خوښ دي چي په سیمه کي يې دغه ښوونځی جوړ سوی او د دوی ماشومان به پکښي په ښه توګه زده کړي تر سره کوي.
د دوی په وینا، د نورو ښوونځيو لپاره چي معیاري ودانۍ نه لري هم باید کار وسي.
په کندهار ښار او ولسوالیو کي دا مهال لسګونه ښوونځي معیاري ودانۍ نه لري خو پوهني ریاست تر اوسه په دې اړه معلومات نه دي ورکړي چي څومره شمېر ښوونځي ودانۍ نه لري.