په کندهار کي د طالبانو مطبوعاتي مسؤلين وايي، چي د پنج شنبې په ورځ سهار د کندهار د امنیې قومنداني د نشه یې توکو پر ضد د مبارزي مديريت په کانټينر کي د پخوانيو وسلو په يوه ډيپو کي چاودنه رامنځ ته سوي، چي له امله ئې څلور تنه ساتونکي ټپيان سوي دي. د کندهار ځایي اوسېدونکي وايي چي د چاودني ږغ دومره قوي و، چي د کندهار ښار په ډېرو ساحو کي اورېدلی سوي.
تراوسه نه ده معلومه، چي د کندهار په امنيې قومندانۍ د پخوانيو وسلو په دغه ډيپو کي دا چادونه ولي رامنځ ته سوې او علت ئې څه و.