په کندهار کي د چهارشنبې د ورځي د سهار راهيسي پرلپسې بارانونو خلګو ته مالي زيانونه اړولي دي.
د کندهار ښار اوسېدونکو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د ښار ټولي چرۍ بندي دي، چي له امله ئې اوبه سړکونو او کوڅو ته راوتلي وې.
د هغوی په وينا چي دغه اوبه د خلګو کورونو ته ننوتلي او زيان ئې اړولی دئ.
کندهار ښاريان د کندهار ښاروالۍ څخه غوښتنه کوي، چي د باران او د سېلابونو د اوبو لاري دي پاکي کړي؛ ترڅو خلګو ته نور زيان ونه رسېږي.