د کندهار ښاروالۍ مسوولین وایي، د دغه ولایت په بېلابېلو ناحیو کي یې د اتلس میلیونه افغانیو په ارزښت د کوڅو کانکرېټولو او چریو جوړولو پروژه پیل کړې.
د کندهار ښاروالۍ ویاند سیف الله عاصم وايي، دغه پروژه نن شنبه د کندهار ښاروال ملا حکمت الله او د سیمي اوسېدونکو له خوا پيل سوه.
د هغه په وینا، په بېلابېلو ناحیو کې به ۱۳ زره متره مربع کوڅې کانرېټ سي او دغه راز پنځه کلومتره چرۍ به هم په اساسي ډول ورغول سي.
ده وویل، په دې پروژه کي هره ورځ ۹۵ تنه کار کوي چې ۲۸ یې مسلکي او ۶۷ نور یې غیرمسلکي کسان دي.
ده زیاته کړه، ښاروالۍ دغه راز یو شمېر نوري لويي او وړې پروژې تر لاس لاندي لري چي اکثره یې د سړکونو رغول او نویو جادو جوړول دي.
د سیمي اوسېدونکي هم خوښ دي چي په سیمه کي یې کوڅې په پاخه ډول جوړیږي چي ورسره به ډېرې ستونزي حل سي خو غوښتنه کوي چي کارونه باید چټک سي.