په کندهار کي د ښځو مارکېټ له بندېدو وروسته ډېری بې سرپرسته ښځي له سختو ستونزو سره مخ دي.

په کندهار کې د ښځو مارکېټ له بندېدو وروسته ډېری بې سرپرسته ښځې چې پخوا یې په دغه مارکېټ کې خیاطي کول او نور لاسي صنایع یې پلورل اوس مهال له سختو ستونزو سره مخ دي. که څه هم دوی د خپل کسب او کار لپاره اوس هم هڅې کوي خو د ځانګړي مارکېټ غوښتنه کوي. رابعه هغه کونډه ښځه چي د خپلي کورنۍ تر څنګ د نورو ښځو اقتصاد ته وده ورکول غواړي.