په کندهار کي د ښکارپر دروازې سړک چي له کلونو راهیسي وجاړ وو د پخولو چاري يې پيل سوې

په کندهار کي د ښکارپر دروازې سړک چي له کلونو راهیسي وجاړ وو د پخولو چاري يې پيل سوې. پر دغه سړک ۱۰۴ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چي د ښاروالۍ له خوا ورکول کیږي او تمه ده چي تر شپږو میاشتو پوري یې کار پای ته ورسیږي.

د سیمي اوسېدونکي خوښ دی چي د دغه سړک چاري تر سره کیږي خو غوښتنه کوي چي باید په ښه کیفیت جوړ سي.