په کندهار کي د ۱۷۸ ملیونه افغانیو په لګښت د ۲۰ ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړېږي

د کندهار د اقتصادي ریاست مسوولین وایي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF) په مالي ملاتړ د کندهار په ۱۱ ولسوالیو کې د ۲۰ ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړیږي.

د اقتصاد ریاست ویاند کمال شاه سادات وايي، د دغه ښوونځیو د جوړېدو چارې پرون یک شنبه له سپین بودلک څخه راپېل سوې.

د سادات په خبره، دغه هر ښوونځی به د ۲۴۰ تنو زده کوونکو ظرفیت ولري او هغه کوچنیان چي پخوا تر شنه اسمان لاندي یا په خېمو کي یې زده کړي کولې وروسته به منظمي او د سولر سیسټم په لرلو سره معیاري ودانۍ ولري.

د سیمي اوسېدونکي هم خوښ دي چي د کوچنیانو لپاره یې د ښوونځیو ودانۍ جوړیږي او وایي، دوی به په منظم ډول خپل کوچنیان زده کړو ته واستوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *