په کندهار کي د ۲۰۲۳ ل کال د فوټبال ليګ سيالۍ د الفت استقلال لوبډلي په اتلولۍ پای ته ورسېدې

په کندهار کي د ۲۰۲۳ ل کال د فوټبال ليګ سيالۍ د الفت استقلال لوبډلي په اتلولۍ پای ته ورسېدې د فوټبال فدراسيون مسوولین وایي، چي د ۲۰۲۳ ل کال فوټبال لیګ سیالۍ په کندهار کي د ۱۰ غوره لوبډلو تر منځ پيل سوي وې، چي اتلولي یې د «الفت استقلال» لوبډلي وګټله. بل خوا لوبغاړي وایي، د کندهار فوټبال ته د پام وړ کار نه دی سوی باید ډېر کار ورته او سیالۍ جوړي سي تر څو ځوانان تشویق سي.